وزیراعظم عمران خان سره د هيومن رائټس واچ اېګزېكټو ډائرېكټر ملاقات ٬ وزیراعظم دے مقبوضه کشمیر كښې د هندي پوځ لخوا د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزيو په اړه خبر كړو

image

نیویارک ۔ 26 ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان سره د هيومن رائټس واچ اېګزېكټو ډائرېكټر ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې وزیراعظم دې مقبوضه کشمیر كښې د هندي پوځ لخوا د كشميري اولس بشري حقونو سنګينو خلاف ورزيو څخه خبر كړو۔ مقبوضه كشمير كښې د تاريخ تر ټولې لويې انساني الميې اندېښنه ده۔ وزیراعظم ووئيل هند د منطقې آبادياتي ترتيب متاثره كولو هڅه كوي۔ د يوې اندازې لمخې 15 زره ځوانان په غېر قانوني توګه نيولي شوي دي۔ ده ووئيل د بشري حقونو نړيوال تنظيمونه دې هند مجبور كړي چې هغه مبصرينو ته د راتلو اجازه وركړي۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل زه دلته د كشمير سفير جوړ شوې راغلې يم او زه به په بشپړه ډول د كمشيري اولس مقدمه وړاندې كوم

مضمون کا ماخذ : estatisticas dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں