محمد حماد اظهر سره د اسيائي پرمختيائي بانك كنټري ډائرېكټر جياٶ هونګ يانګ وليدل

image
APP04-18 ISLAMABAD: July 18 - Federal Minister for Economic Affairs, Muhammad Hammad Azhar shaking hand with Ms. Xiaohong Yang Country Director Pakistan Central and West Asia Department Asian Development Bank (ADB) at his office. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد ۔ 18 جولائی (اے پی پی) د اقتصادي چارو وفاقي وزير محمد حماد اظهر سره د اسيائي پرمختيائي بانك كنټري ډائرېكټر جياٶ هونګ يانګ ليدلي دي۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې حماد اظهر ووئيل د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې اوسنې حكومت د اختراعي مالیاتی ماډلز ٬ بنیادي ډھانچې او په سماجی څانګو كښې په سرمايه كارۍ كښې اضافې لپاره د سنجيده نوعيت ګامونه پورته كوي٬ د دې اقداماتو په نتيجه كښې به نه يوازې مالياتي فشار كم شي بلكې په هېواد كښې به اقتصادي هلې ځلې هم زياتې شي۔ په دې موقع د اسيائي پرمختيائي بانك كنټري ډائرېكټر جياٶ هونګ يانګ وفاقي وزير ته د وفاقي وزير په ذمه واريو سنبهالولو مباركي وركړه۔ جياٶ هونګ يانګ ووئيل اسيائي پرمختيائي بانك پاكستان سره همكارۍ ته د پراختيا عزم لري چې ورسره به د پاكستان د اولس خوشحالۍ لپاره هلو ځلو له مرسته ترلاسه شي۔ په دې موقع ده د وفاقي وزير مننه وكړه او سباٶن كښئ پاكستان سره مرسته او شهمكاري زياتولو لپاره ئې د عزم پخلې وكړو

مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں