د پاکستان او الجزائر ترمېنځه دوه اړخيزه تجارت زياتولو لپاره كوټلو اقداماتو ته اړتيا ده

image
APP33-18 ISLAMABAD: July 18 – President Dr. Arif Alvi talking to Ambassador-Designate of Pakistan to Algeria Ata-ul-Munim Shahid who called on him at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 18 جولائي (اے پي پي) اولس مشر ډاکټرعارف علوي وئيلي دي د پاکستان او الجزائر ترمېنځه دوه اړخيزه تجارت زياتولو لپاره كوټلې اقداماتو ته اړتيا ده ٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت حجم د حقيقي استعداد نه كم دے۔ اولس مشر دا خبرې د زيارت په ورځ الجزائر لپاره د پاکستان نومولي سفير عطاء المنيم شاهد سره ايوان صدر كښې كړي چا چې اولس مشر سره د زيارت په ورځ ملاقات كولو۔ اولس مشر ووئيل پاکستان الجزائر سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ اولس مشر په نومولي شوي سفير زور رواړو چې ھغه شريكې استفادې لپاره په بېلا بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو ته ودې وركولو لپاره هلې ځلې باوري كړي۔ ده سفير ته ووئيل اوسنې حكومت دوه اړخيزه اقتصادي ګټې لپاره د برآمداتو ودې پلو پام ګرځولې ۔ اولس مشر نومولي سفير ته سپارښتنه وكړه چې ھغه الجزائر ته د پاکستان افرادي قوت او په څانګو كښې د پوهې٬ تجربې او مشينرۍ برآمد كولو پلو پاملرنه وكړي۔ اولس مشر نومولي سفير لپاره د نېكو خواهشاتو څرګندونه كولو سره هيله څرګنده كړه جې ھغه د سفارت په موده كښې به د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې لا قوي او فعاله شي۔(ګ ل/

مضمون کا ماخذ : prêmios dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں