مونږ وېډيو ښودلې ٬ په چا مو تور نه دې لګولې

image
APP55-28 ISLAMABAD: January 28 - PML-N leader Shahid Khaqan Abbasi addressing a press conference at National Press Club. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د مسلم ليګ (ن) لارښود شاهد خاقان عباسي وئيلي دي مونږ وېډيو ښودلې ٬ په چا مو تور نه دې لګولې ٬ عدليه پاكستان كښې د قانون د حكمرانۍ روح ګڼو٬ يوه قامي اداره دې بدنامه نه كړې شي۔ د شورو په ورځ نېشنل پرېس كلب كښې احسن اقبال او مريم اورنګزېب سره په ګډه خبري كفنرنس ته خپلې وېنا كښې شاهد خاقان عباسي ووئيل درې ورځې وړاندې مونږ د تصديق نه پس د جج وېډيو د قام په وړاندې اېښودې ځكه چې ټول حقائق د قام په وړاندې ښودل ضروري وٶ۔ ده ووئيل مونږ د پاكستان د ادارو تحفظ له جنګ كوٶ ٬ مونږ دا نه غواړو چې د چا ناكامي د قامي ادارو په كهاته كښې واچولې شي٬ ده ووئېل بيا بيا د ادارو نومونه كارول او د دوې غېر جانبداري متنازعه ګرځول سم عمل نه دے ٬ مونږ عدليه پاكستان كښې د قانون د حكمرانۍ روح ګڼو او مونږ څوك بلېك مېل كوٶ نه۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مونږ قامي ادارې د سياسي شخړو نه بهر ساتل غواړو۔ احسن اقبال ووئيل رانا ثناء الله د نېب او اېف آئي اے د لارې نيولے شوے دے

مضمون کا ماخذ : پنجاب لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں