د وزيراعظم عمران خان په خپل ټويټ كښې د پاكستان په صورتحال تبصره

image

اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي﴾ وزيراعظم عمران خان د پاكستان تحريك انصاف ﴿پي ټي آئي﴾ حكومت ته په ورثه كښې د پاتې شوي پاكستان تصوير كشي كولو سره وئيلي دي چې څومره د تعجب خبره ده چې نامتو ليكوالې اېني رېنډ د نن نه 60 كله وړاندې چې څه ليكلي و ٬ هغه د پاكستان اوسنيو حالاتو سره څوهره مشابه دي۔ د اتوار په ورځ په خپل يو ټويټ كښې وزيراعظم د پاكستان په صورتحال تبصره كولو سره د اېني رېنډ د تحرير حواله وركړه په كوم كښې چې هغې ليكلي و چې كله تاسو ووينئ چې كوم هم كار﴿تجارت﴾ په رضامندې نه بلكې د مجبورې له مخې كېږي٬ چې كله تاسو ووينئ چې څه كولو ﴿د څيز تيارولو﴾ لپاره د هغو خلقو نه اجازه اخستل وي چې په خپله ئې څه نه وي كړي﴿ جوړ كړي﴾٬ كله چې تاسو ووينئ چې پېسه هغو سره وي كوم ئې چې خېر ښېګړې لپاره د كارولو په ځائ خپلې ګټې لپاره كاروي٬ كله چې تاسو ووينئ چې خلق په محنت د امير كېدو په ځائ لوټ مار او اقربا پرورې سره دولت مند كېږي او ستاسو قانون هم د دوي په ضد تاسو ته د تحفظ وركولو په ځائ دوي ته تحفظ وركوي٬ كله چې تاسو ووينئ چې بدعنوانې ته انعام وركول كېږي او ديانتدارې ته د خپل ذات قرباني وركول وي نو تاسو پوهه شئ چې ټولنه د تنزلې په پلو رونه ده۔

مضمون کا ماخذ : ریل رش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں