پاکستان كښې د فټ بال پرمختګ لپاره عملي اقداماتو ته اړتيا ده ۔ محمد صادق سنجراني

image

اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي پاکستان كښې د فټ بال پرمختګ لپاره عملي اقداماتو ته اړتيا ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پاكستان كښې د فټ بال پرمختګ پحقله د سېنېټ د خاص كمېټۍ غونډې مشري كولو په مهال كړې۔ ده ووئيل فټ بال سره د اړوندو انتظامي چارو ښه والي سره سره نړيواله مرسته ترلاسه كولو لپاره فيفا سره دې كوټلې رابطه وكړې شي او په دې لړ كښې به يو پلاوي د فيفا انتظاميې سره ملاقات كوي ٬ دغسې چې نړيوال تنظيم پاكستان كښې د فټ بال رامخې ته شوو مسئلو او حقيقي صورتحال پحقله خبر كړې شي۔ په غونډه كښې سناتورانو ډاکټر اسد اشرف، مرزا محمد آپريدي، احمد خان، بېرسټر محمد علي خان سېف،د پاکستان فټ بال فيډريشن صدر اشفاق حسېن شاه، د پاكستان سپورټس بورډ ډائريکټر جنرل عارف ابراهيم او فټ بال اړوند نورو ادارو نمائندګانو ګډون وكرٶ

مضمون کا ماخذ : ہرکیولس اور پیگاسس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں