د خزانې سلاكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ٬ د محصولاتو دوهم وزير حماد اظهر٬ د اطلاعاتو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان او د اېف بي آر چيرمېن شبر زېدي سره يو ځائ خبري كنفرنس ته وېنا

image

اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د خزانې سلاكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ وئيلي دي چې د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل ټولو ادارو په ګډه پرېكړه كړې چې په دفاعي بجټ كښې به اضافه نه شي كولې او د سول ادارو په اخراجاتو كښې به د 50 اربه روپو كمې كولې شي٬ د راتلونكي مالي كال په بجټ كښې د وروستو پاتې شوې او كمزور طبقې پرمختګ ته خاص پام شوې٬ 29 سوه اربه روپې په قرض د سود په مد كښې ادا كول دي٬ د ګرېډ 20 نه بره د سركاري افسرانو او د وسله والو ځواكونو د جنرالانو په تنخاګانو كښې اضافه نه ده شوې٬ د محصولاتو هدف 55 سوه اربه روپې مقرر كړے شوے چې وصولې لپاره به ئې ټول په ګډه هڅې كوو٬ د اولس اسانيې لپاره د اثاثو څرګندولو په سكيم كښې د جولائي تر 3مه نېټه پراختيا كولې شي او د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د هېواد د تاريخ وړومبې فلاحي بجټ اوسني حكومت وړاندے كړے٬ د وزيراعظم د وژن له مخې د بجټ په تجويزونو عمل كولو ته تيار يو٬ حكومت د پارلمان نه معاشي اېجنډا منظوره كړې۔ دب اتوار په ورځ په پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ كښې د خزانې سلاكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ٬ د محصولاتو دوهم وزير حماد اظهر٬ د اطلاعاتو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان او د اېف بي آر چيرمېن شبر زېدي سره يو ځائ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ووئيل چې په درآمداتو او برآمداتو كښې د فرق له امله په روپې فشار راغلې٬ مونږ د معاشي بحران نه د وتلو هڅه كوو٬ د كرنټ اكاؤنټ خساره د 13 ارب نه كمولو سره 7 ارب ته راولو۔ ده ووئيل چې د الله شكر دے چې بجټ په ښه طريقه منظور شو۔ د بجټ اصل مقصد د پاكستان اولس دے٬ حكومت هڅه كوي چې په هر څيز كښې سپېځلتيا وي۔ ده ووئيل چې په پاكستان قرض 31 زره اربه روپو ته رسېدلې٬ راتلونكې كال به 2900 اربه روپې په قرض د سود په مد كښې ادا كول وي۔ ده ووئيل چې په بجټ كښې په ورځنو څيزونو ټېكس نه دې لګول شوے٬ ده ووئيل چې قطر سره د درې اربه ډالرو لوظنامه شوې ده٬ د آئي اېم اېف بورډ به د جولائي په 3مه نبېټه د 6 اربه ډالرو د پېكج منظوري وركړي۔ اسيائي پرمختيائي بانك به 3 اربه 30 كروړه ډالر راكوي او دومره رقم به د نړيوال بانك نه هم ترلاسه شي۔ ده ووئيل چې د سعودي څخه به د درې اربه 20 كروړه ډالرو تېل په قرض ترلاسه شي۔ ده ووئيل چې د سركلر ډېټ كمولو هڅه كوو۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم هاؤس او لويو سركاري ادارو بجټ كم كړے شوے٬ په دفاعي بجټ كښې اضافه نه ده شوې او په دې مونږ د سرلښكر مننه كوو۔ په سختو معاشي حالاتو كښې مونږ ټول په ګډه قربانې وركوو۔ ده ووئيل چې په برېښنا د سبسډې په مد كښې 216 اربه روپې كېښودلې شوې دي۔ ده ووئيل چې كوم ټېكس جمع كېږي په دې كښې 56 فيصده صوبو ته وركول وي٬ دا آئيني ذمه واري ده۔ په پاكستان كښې مالداره خلق د نورو هېوادونو په مقابله كښې كم ټېكس وركوي۔ د امير طبقې نه د ټېكس اخستلو نه علاوه كومه بله چاره نشته۔ د اېف بي آر چيئرمېن د پرائيوېټ سكېټر نه راوستل شوې٬ مونږ به په شريكه هڅه كوو چې د 5500 اربه روپو هدف ترلاسه كړو چې دغسې خلقو ته اسانيې وركړې شي۔ ده ووئيل چې سره د مشكلو حالاتو د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام د پاؤ كم 6 سوه اربه روپو نه زياتولو سره 925 اربه روپو ته رسول شوے۔ په دې كښې سوئيلي پنجاب٬ بلوچستان او فاټا ته ترجيح وركړې شوې۔ ده ووئيل چې د اولس اسانيې لپاره د اثاثو څرګندولو په سكيم كښې د جولائي تر 3مه نېټه پراختيا كولې شي٬ خواست دے چې د دې سكيم نه دې ګټه پوره كړې شي٬ يو بې نامې كميشن جوړ كړے شوے چې كار ئې د داسې اثاثو معلومات ترلاسه كول دي كوم چې بې نامې وي٬ د بې نامې اثاثو ساتلو سزا ډېره زياته ده ځكه خلق دې خپلې اثاثې څرګندې كړي۔

مضمون کا ماخذ : الوہا کلسٹر ادائیگی کرتا ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں