اسلام آباد 28 جون (اے پي پي) د وزيراعظم خزانې٬ اقتصادي چارو او محصولات لپاره خاص مرستيال ډاکټر عبدالحفيظ شېخ وئيلي دي تېر حكومتونو كښې د مستقل امنيتي خطرو ، د معاشي پاليسو او په مالياتي نظم او ضبط كښې د عدم تسلسل او د سختو پرېكړو نه كولو له امله نن مونږ موجوده معاشي صورتحال سره مخ يو۔ ده دا خبرې په نېشنل ډېفنس پوهنتون كښې د انسټيټيوټ آف ستراتېژك سټډيز، ريسرچ اېنډ اېنلسز (آئي اېس اېس آر اے) تر سېوري لاندې د معاشي صورتحال پحقله د قامي معيشت په سرخط سېمينار ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په سېمينار كښې د پوځ سر لښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ هم وېنا وكړه۔ د پنجاب وزيراعليٰ د خزانې صلاحكار ډاکټر سليمان شاہ، د فېډرل بورډ آف ريونيو چيئرمېن محمد شبر زيدي، سسټين اېبل ډويلپمنټ پاليسي انسټيټيوټ (اېس ډي پي آئي) ايګزيکټو ډائريکټر عابد قيوم سلهري، د لاهور چيمبر آف كامرس اېنډ انډسټري صدر الماس حېدر، د نسټ پوهنتون د سوشل سائنسز اېنډ هومنيټيز ډين ډاکټر اشفاق حسن خان هم وېنا وكړه او په سېمينار كښې معاشي پوهانو٬ ، تھينك ټينکس او د کاروباري ورورولۍ نمائندګانو په لويه شمېره ګډون وكړو۔ ډاکټر عبدالحفيظ شېخ خپل کليدي خطاب كښې چېلنجونو كښې د اضافې په وجوهاتو رڼا واچوله۔ ډاکټر اشفاق حسن خان د معيشت او امنيت ترمېنځه تعلق رامخې ته كړو ۔ سېمينار كښې د بجټ زيان٬ د كم ټيکسونو په وصولۍ، په ګرځېنده قرض ، د سرکاري کاروباري ادارو په زيان٬ په مالياتي بې ضابطګيو، په غېر دستاويزي معيشت، کمزور اداره جاتي استعداد او د کم برآمداتو په وجوهاتو ٬ د اېن اېف سي تر انتظام د وفاقي ذمه واريو او د موجوده معاشي ماحول پحقله په عام تاثر تفصيلي رڼا واچولې