د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر د “اولډ پارليمنټريز فورم”افتتاحي دستورې ته خطاب

image
APP32-07 ISLAMABAD: February 07 - Speaker National Assembly Asad Qaiser addressing during inaugural session of Former Parliamentarian Forum. APP

اسلام آباد 07 فروری (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئېلي دي هېواد دا مهال ګڼو معاشي او سماجي مسئلو پشمول داخله او خارجه چېلنجونو سره مخ دے٬ مونږ ټولو له به د سياسي اختلافاتو نه ځانله د هېواد لپاره په ګډه كار كولو له لوظ كول وي۔د زيارت په ورځ پاكستان انسټي ټيوټ آف پارليمنټري سروس كښې د “اولډ پارليمنټريز فورم”افتتاحي دستورې ته خطاب كښې سپيكر ووئيل د دې مهم فورم جوړولو لپاره پخواني سپيكر اياز صادق٬خورشيد شاه٬د پارليماني چارو پخواني وزير شېخ آفتاب احمد او د زمرد خان كردار د ستائنې وړ دے۔ده ووئيل پاكستان زموڼږ د ټولو دے۔دې لپاره په ګډه كار كولو ته اړتيا ده ٬ بايد ټولو لپاره مهم پاكستان وي۔ ده ووئېل كه په هېواد كښې د امن او قانون حكمراني وي نو هېواد به پرمختګ وكړي٬مونږ ټولو له به د سياسي اختلافاتو او سياسي مقاصدو څخه ځانله په ګډه كار كول وي۔ده ووئيل مونږ په هېواد كښې خاص كسانو او يتيمانو لپاره څلورو واړو صوبو كښې يو يو وېلج جوړول غواړو چې پكښې سكول٬روغتون او د لوبو مېدان وي۔د دې جوړولو لپاره به د سركاري او نجي تنظيمونه مرسته ترلاسه كول وي۔ده ووئيل د پارليمان پخواني غړي كمېټو ته رابللو سره به هغوي څخه لارښودنه ترلاسه كولې شي۔د پارليمان پخواني غړي زمونږ د هېواد مسئلو حل كولو له مرسته كولې شي۔ده ووئيل د اسمبلۍ چاپیرچل ښه كولو له چمتو يم خو د سياسي پوائنټ سكورنګ مسئله په لاره كښې خنډ دے

مضمون کا ماخذ : سائٹس de loteria confiáveis
متعلقہ مضامین
مزید خبریں