د برتانيې دورې كولو مقصد د نړيوالې ورورولۍ په وړاندې د كشميريانو غږ پورته كول دي٬آسيه بي بي آزاده ده٬كه هغه هېواد پرېښودل غواړي نو پرېښودې شي

image

اسلام آباد 06 فروری (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي پاكستان سيمه كښې امن او څوكالي غواړي٬هند د مقبوضه كشمير د تازه صورتحال منظركشي كوي٬د برتانيې دورې كولو مقصد د نړيوالې ورورولۍ په وړاندې د كشميريانو غږ پورته كول دي٬آسيه بي بي آزاده ده٬كه هغه هېواد پرېښودل غواړي نو پرېښودلې شي٬كه پاكستان كښې پاتې كېدل غواړي نو حكومت به هغې له تحفظ وركوي٬پاكستان د افغانستان پھ مسئله د امن ناكه حل له سهولت كاري به روانه ساتي٬د پاكستان او امريكې اړيكې مخ په ښه كېدو دي٬پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد لويې كاميابۍ ترلاسه كړي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ په لندن كښې بي بي سي سره په خپله مركه كښې وكړې ۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمشنر او آل پارټيز پارليمنټيرين ډلې راپور په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ رامخې ته كړي٬مونږ په آزاد جمو كشمير كښې ټولو له رسنه وركړی٬مونږ په آزاد كشمير كښې ټولو ته هركلے وائيو چې راشۍ او هلته پخپله او د صورتحال جاج واخلۍ ځكه چې مونږ سره پټولو لپاره څه نشته۔ده ووئيل هند چې په كشمير كښې كوم ظلم كوي د هغې پټولو لپاره نړيوالو ادارو ته هلته د رسنې اجازه نه وركوي۔د افغانستان په اړه ده ووئيل پاكستان تل راهسې دا وائي چې د افغان مسئلې كوم پوځي حل نشته٬د افغان مسئلې يوازنې حل د خبرو اترو د لارې سياسي مفاهمت دے۔ده ووئيل كله چې د امريكې قيادت سياسي مفاهمت له خوښي څرګنده كړه نو پاكستان هغوي له سهولت كاري وركړه۔ده ووئيل د پاكستان او امريكې اړيكې ښه كېږي۔امريكې د پاكستان په قيادت د باور څرګندونه كړی دغسې پاكستان د ترهه كرۍ په ضد لويې كاميابۍ ترلاسه كړي٬ ده ووئېل مونږ د خپل هېواد څخه د ترهه ګرۍ لعنت ختمولو كښې بريالي شوي يوو۔خارجه وزير ووئيل افغانستان له به اوس هم ډېر څه كول وي٬د ترهه ګرو كوم پټن ځايونه چې پاتې دي نو هغه د پولې پورې غاړه په افغانستان كښې دي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د پاكستان ګټې له د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ پشمول ټولو سره ملاقات له چمتو دے۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں