حکومت د ټولو سياسي ګوندونو په سلا د نېب قانون كښې بدلون له تيار دے۔ د تحريك انصاف حكومت له كوم فرق غېر احتساب له آزاده او مضبوطه قامي احتساب بېورو غواړي۔ د زلمو چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال عثمان ډار مركه

image

اسلام آباد ۔ 9 دسمبر (اے پی پی) د زلمو چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال عثمان ډار وئيلي دي حکومت د ټولو سياسي ګوندونو په سلا د نېب قانون كښې بدلون له تيار دے۔ د تحريك انصاف حكومت د له كوم فرق غېر احتساب له آزاده او مضبوطه قامي احتساب بېورو غواړي كومه چې په سپېځلي ډول د ټولو احتساب وكړې شي۔ د اتوار په ورځ يوه مركه كښې ده ووئيل حكومت د ټولو سياسي ګوندونو په سلا د نېب قانون كښې بدلون كولو ته تيار دے دغسې چې دا ادارې د كرپشن په ضد لا مضبوطه كړې شي۔ ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف په حكومت كښې به د نېب په چارو كښې لاس وهنه كولې نه شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د كم قسمتۍ نه اراضي ٬ د عامو زمكو او د كركيلې زمكو دستاوېزات مېنوئل وي چې لامله ئې نېب د كرپشن په ضد د كېسونو پلټنو كښې وخت اخلي۔ د شريفې كورنۍ كېسونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف حكومت په سياسي بدل اخستو باور نه لري۔ د شريف كورنۍ په ضد كېسونه د تېر حكومت په دور كښې پېل شوې وو۔ ده ووئيل د پخواني وزير خواجه آصف په ضد مني لانډرنګ كېس كښې پلټنې تېر حكومت كښې هغه مهال پېل شوې وې كله چې هغه پخپله وفاقي وزير وو۔ د پي اے سي چیئرمېن شپ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښی ده ووئيل حكومت كله هم دا عهده هغه تن نه سپاري كوم چې پخپله د كرپشن كېسونو سره مخ وي۔ حكومت د شهباز شريف نه علاوه دې عهدې لپاره د مخالفې ډلې كوم بل شخصيت غوره كولو سوچ كولې شي۔ ده ووئيل اولس د پاكستان تحريك انصاف د حكومت او احتساب عمل ملاتړ كوي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں