پاکستان د بېلا بېلو پرمختيائي هلو ځلو د لارې د افغانستان بيا رغونې او بحالۍ لپاره د كردار لوبولو عزم لري ۔ د خسرو بختیار

image
APP106-27 ISLAMABAD: November 27 – Federal Minister for Planning, Development & Reform Makhdoom Khusro Bakhtiyar chairing the 14th meeting of the committee for reconstruction and rehabilitation of Afghanistan. APP

اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختیار وئيلي دي چې پاکستان د بېلا بېلو پرمختيائي هلو ځلو د لارې د افغانستان بيا رغونې او بحالۍ هڅو لپاره د كردار لوبولو عزم لري٬ د افغانستان پرمختګ د پاكستان پرمختګ دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د افغانستان د بيا رغونې او بحالۍ لپاره د كمېټۍ د غونډه مشرۍ په مهال وكړه۔ په دې موقع د منصوبه بندۍ او پرمختګ سېكتر علي رضا بھټه او د اړوند وزارتونو لوړ پورو ګډون وكړو۔ خسرو بختیار ووئيل پاکستان په كال 2001 كښې د افغانستان بيا رغونې او بحالۍ لپاره پروګرام “ريليف پېكج” اجراء كړې ٶ٬ دې مقصد لپاره د لس كروړه ډالرو د ګرانټ لوظ شوې ٶ كوم چې په كال 2016 كښې زر مېليونه ډالرو ته رسولې شوې۔ ده ووئيل د كال 13-2002 څخه په افغانستان كښې په 14منصوبو عملدرآمد شوې چې پكښې روغتونونه٬ هاسټلونه جوړول ٬ افغان زده كوٶنكو ته سكالرشپس وركول او د طورخم جلال آباد سړك جوړول شامل دي۔ د 32.45 اربه روپو په لګښت دغه منصوبې ترسره كړې شوې دي۔

مضمون کا ماخذ : raspadinha resultados
متعلقہ مضامین
مزید خبریں