د 15 كسيزه سلامتي كونسل د مستقل غړو د شمېر زياتولو په ځاې دې په سلامتي كونسل كښې د منتخب غېر مستقل غړو شمېره زياته كړی شي

image

ملګري ملتونه 21 نومبر (اے پي پي)د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د مستقل غړو د شمېر زياتولو يو ځل بيا پاكستان مخالفت كولو سره وئېلي دي چې د سوات په مټه تحصيل كښې د مارټر د زړې ګولۍ په چاودنه كښې درې ماشومان مړه او څلور ژوبل شوي۔په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفيرې مليحه لودهي وئېلي دي چې د غېر مستقل غړو د شمېرې په زياتولو اتفاق هم موجود دې خو په سلامتي كونسل كښې د چا په خواهش اضافه يا د ضرورت بنيادي سوال موجود دې۔پاكستانۍ سفيرې ووئيل چې كه د غړو شمېره زياتول ضروري وي نو د مستقل غړو شمېرې زياتېدو سره به د سلامتي كونسل اصلاحات بې معنې شي۔هغې ووئيل چې د مستقل غړو د شمېرې په زياتولو په غړو هېوادونو كښې اختلاف موجود دې۔د يادونې وړ ده چې د ګروپ فور په حېث هند٬برازيل٬المان او جاپان د سلامتي كونسل د غړو په شمېره كښې د لس غړو اضافه غواړي۔له بلې خوا د پاكستان او اټاليا په مشرۍ كښې مشاورتي ډله وائي چې د مستقل غړو اضافې سره سلامتي كونسل موثر نه شي جوړیدې۔دا ډله وائي چې د جمهوريت د بنيادي اصولو په بنياد د انتخاباتو ضرورت دې

مضمون کا ماخذ : لاہور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں