وزيراعظم عمران خان په متروكه وقف املاك بورډ كښې په بې قاعدګۍ او په مالي بد انتظامۍ سخته اندېښنه وښودله

image

اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په متروكه وقف املاك بورډ كښې په لويه پېمانه په بې قاعدګۍ او په مالي بد انتظامۍ سخته اندېښنه ښودلو سره د متروكه وقف املاك بورډ د فرانزك آډټ كولو امر كړے او د مذهبي چارو سېكتر ته ئې سپارښتنه كړې چې د متروكه وقف املاك بورډ ټولې معاملې كابينې ته وړاندې كړي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د متروكه وقف املاك بورډ غونډه وشوه۔ وزيراعظم ته د بورډ پھ چارو تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ غونډه كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير نورالحق قادري٬ د مذهبي چارو سېكتر محمد مشتاق احمد٬ د متروكه وقف املاك بورډ سېكتر محمد طارق او سينئر چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د بورډ تنظيم نو٬ په سباؤن كښې د بورډ نظام په ښه ډول چلولو او د اثاثو ګټور استعمال باوري كولو لپاره د خاص ټاسك فورس جوړولو

مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں