وزيراعظم عمران خان د چين دورې په مهال شنګهائي ته ورسېدو

image

شنګهائي 04 نومبر (اے پي پي﴾ وزيراعظم عمران خان د چين دورې په مهال شنګهائي ته رسېدلې۔د اتوار په ورځ شنګهائي ته په رسېدو د شنګهائي دوهم ښاروال ينګ چن لي د وزيراعظم هركلے وكړو۔وزيراعظم سره په پلاوي كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬د خزانې وزير اسد عمر٬د منصوبه بندۍ وزير مخدوم خسرو بختيار٬د وزيراعظم د تجارت سلاكار عبدالرزاق داؤد او د بلوچستان وزيراعلٰی جام كمال خان هم شامل دي۔وزيراعظم عمران خان به په شنګهائي په چائنه انټرنېشنل ايكسپو كښې ګډون كوي۔هغه به(نن)د ګل په ورځ د نندارتون د پرانستې په غونډه كښې ګډون كوي او د خاص مېلما په توګه به وېنا هم كوي

مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں