د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وزارت د پي اېس ډي پي ترسېوري لاندې د فنانس ډويژن پرمختيائي كارونو له 73 کروړه 72 لکھ روپۍ جاري كړې

image

اسلام آباد ۔ 30 اکتوبر (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحاتو وزارت د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرامونو كښې د فنانس ډويژن پرمختيائي كارونو له په مجموعي توګه د 73 کروړه 72 لکھ نه د زياتو روپو فنډز جاري كړې دي۔ حكومت ددې ډويژن پرمختيائي كارونو له د روان مالي كال په مهال د 12 ارب 34 کروړ روپو فنډز بېل كړي دي۔ د پلاننګ كمېشن لخوا د جاري كړې شويو شمېرو لمخې حكومت د سي پېك ترسېوري لاندې ګوادر كښې د واټر ډی سیلینیشن پلانټ له 3 کروړه، د شهید بینظیر بھټو مادر اېنډ چائلډ هېلتھ سنټر نواب شاہ له 6 کروړه، د سی پېک تر سېوري لاندې د صفا اوبو رسنې له 20 کروړه، ګوادر ډوېلپمنټ اتھارټی له 20 کروړه او کېډټ کالج خاران له 11 کروړه 24 لکھ څخه د زياتو روپو فنډز جاري كړې دي

مضمون کا ماخذ : resultados loteria São Paulo
متعلقہ مضامین
مزید خبریں