مسلم لیګ (ن) هېواد په قرضو كښې ډوب كړې او د هېواد قرض ئې 28 زره اربه قرضدارې كړې

image
APP24-02 ISLAMABAD: October 02 - Federal Minister for Information and Broadcasting Chaudhary Fawad Hussain along with Federal Minister for Planning, Development and Reform Makhdoom Khusro Bukhtiar addressing a press conference. APP photo by Javed Qureshi

اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختیار وئيلي دي چې مسلم لیګ (ن) 18 كاله په پاكستان حكومت كړې خو مسلم لیګ (ن) هېواد په قرضو كښې ډوب كړې او د هېواد قرض ئې 28 زره اربه قرضدارې كړې ٬ په 20 كروړه اولس كښې 70 زره كسان ټېكس وركوي٬ د 5 كالو په حكومت كښې چې كله نړۍ كښې د تېلو بېعه ټيټه شوې نو دوي اولس ته هېڅ ريليف نه دې وركړې٬ د 32 اربه ډالرو ګټه چرته ده بايد ځواب ور كړې شي ٬ پاکستانې اولس د 12 سووه اربه ګرځېنده قرضدارې دې٬ د مسلم ليګ (ن) حكومت په آخري كال 450 نوې سكيمونه پېل كړې ٬ قرض اخستو سره ئې پرمختيائي كار په سياسي بنيادونو پېل كړې كوم چې عارضي وو٬ وزیراعظم د بلاك اېلوكېشن او صوابديدي فنډز ختم كړل۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان كښې د تېرو درې لسيزو په مهال د دوو ګوندونو حكومتونه وو٬ مسلم ليګ (ن) اتلس كاله په پنجاب حكومت كړې٬ پيپلز ګوند 15 كاله په سندھ حكومت كړې او اوس د دې دواړو صوبو حالات ستاسو په وړاندې دي۔ ده ووئيل دريو كالو راهسې په نجي سېكټر كښې سرمايه كاري كمه ده٬ د جي ډي پي نمو قرض اخستو سره زيات كړې شوې٬ په قرضو پرمختياېي منصوبې پېل كړې شوې ٬ د نجي سېكټر قرضې محدود كړې شوې دي۔ ده

مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں