په هېواد كښې زر تر زره انصاف وركولو لپاره به عدالتي نظام كښې اصلاحات كولې شي

image

اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير بېرسټر ډاكټر محمد فروغ نسيم وئېلي دي په هېواد كښې سمدستي انصاف له عدالتي نظام كښې به اصلاحات كولې شي٬ د ځنډېدونكو مقدمو زر ترسره كولو او جوډېشل نظام لا ښه كولو له ديواني قانون(سول لاﺀ)كښې به بدلون كولې شي۔د جمعې په ورځ يو پرېس بريفنګ په مهال ده ووئيل ديواني كيسونو څارنې له په درېو پړاؤنو مشتمله تګلاره زر تر زره معرفي كولې شي٬ په وړومبي پړاؤ كښې به بنيادي او مهم كيسونه اورېدلې شي٬دوهم پړاؤ كښې به د حكم امتناعي او توليت په اړه د چارو جاج اخستلې شي دغسې پھ درېم پړاؤ كښې به شهادتونه رېكارډ كولې شي۔وفاقي وزير ووئيل د شهادتونو ترلاسه كولو لباره به په سينئر وكيلانو مشتمل پينل جوړولې شي٬په دې لړ كښې مونږ له د ټول هېواد څخه د وكيلانو مرستې ته اړتيا ده۔ده ووئيل د ديواني مقدمو اندراج نه تر دفاع ټول عمل به پھ75 ورځو كښې بشپرولې شي۔په كومه هم معامله مقدمې لپاره د 30 ورځو موده به وي دغسې د ګواهانو او ثبوتونو لپاره به د 15 نه تر 20 ورځو وخت وركولې شي۔ده ووئيل د عدالتونو وخت بچ كولو له به كمېشن ضروري شهادتونه رېكارډ كوي٬دا شهادتونه به په 90 ورځو كښې رېكارډ كېږي۔د پريكړې نه پس به اطلاع د كوم تاخير نه غېر په سمدستي توګه وركړې كېږي٬ د سپريم كورټ حواله وركولو سره ده ووئيل چې كومه پريكړه بېرته اخستلې كېږي نو په هغه صورت كښې به په درېو مياشتو كښې د هغې اعلان كېږي۔د پريكړې نه پس به د كومې حكم نامې حاجت نه پاتې كېږي۔ده ووئيل د سول جج د پريكړې نه پس به د هائي كورټ او سپريم كورټ په صورت كښې دوه ايپلټ عدالتونه وي٬كه مونږ دا ټولې چارې مركزي چوكاټ كښې راولو نو پھ دې صورت به يوه مقدمه د 12 نه تر 13 مياشتو كښې بشپړېږي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د 9 كالو راهسې زر التوا د شريك قانوني معاونت (اېم اېل اے) مسوده بشپړه كړې شوې٬ وفاقې وزير ووئېل د نېب قوي كولو له د احتساب قانون كښې كوټلي بدلون ته اړتيا د

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا کے نتیجے میں پچھلے حصے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں