سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ بيجنګ كښې د پيپلز لبرېشن آرمي د مركزي دفتر دوره

image
APP82-17 BEIJING: September 17 - General Qamar Javed Bajwa, Chief of Army Staff (COAS) meeting with PLA Chief Gen Han Weiguo at Headquarters of People’s Liberation Army (PLA). APP

اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د ګل په ورځ بيجنګ كښې د پيپلز لبرېشن آرمي (پي اېل اے) د مركزي دفتر دوره كړې ده او د پي اېل اے مشړ جنرال هان وائیګو سره ئې ملاقات كړې٬ د پي اېل اے مشر جنرال هان وائیګو سره ملاقات كښې په سيمه ايزه وضعه ٬د سي پېك امنيت او په دوه اړخيزه امنيتي مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پي اېل اے مشر د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاك پوځ د اعلٰې پېشه وره صلاحيت اعتراف او ستائنه كړې۔ ده د پاك پوځ لخوا سي پېك لپاره د وركړې شوي امنيت د معيار هم ستائنه وكړه۔ د چين جنرال د پاك پوځ د جنګي تجربو نه په استفاده كولو كښې د خوښۍ څرګندونې سره د شريكې خوښې دوه اړخيزه اړيكو ته د پراختيا وركولو خوښي هم ښكاره كړې۔ د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ په مېلمستيا كولو د هغوي مننه وكړه ۔ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل د دواړو هېوادونو ځواكونه تاريخي اړيكې لري او په دې كښې لا پراختيا پېدا كولو له موقعې شته ۔ د دې نه وړاندې د پي اېل اے مركزي دفتر ته په تګ جنرال قمر جاوېد باجوه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړې شو۔ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه به (نن) د نهې په ورځ د سنټرل ملټري كمېسون وائس چيئرمېن جنرال ژانګ ژویا سره هم ملاقات كوي۔

مضمون کا ماخذ : loteria آن لائن confiável
متعلقہ مضامین
مزید خبریں