په بلوچستان كابينه كښې دوه نورو وزيرانو سوګند پورته كړو۔ د بلوچستان لنډ مهاله ګورنر عبد القدوس بزنجو دوئي ته سوګند وركړو

image

کوئټه ۔08 ستمبر(اے پی پی) بلوچستان كښې دوه نورو وزيرانو سوګند پورته كړو۔ په سوګند پورته كوؤنكو كښې د بلوچستان عوامي ګوند سردار عبد الرحمن كھيتران او د بي اېن پي اسد بلوچ شامل وو۔ د سوګند پورته كولو دستوره په ګورنر هاؤس كوئټه كښې وشوه۔ لنډ مهاله ګورنر عبد القدوس بزنجو نوې وزيرانو ته سوګند وركړو۔ سردار عبد الرحمن كھېتران د صوبائي اسمبلۍ په چوكۍ پي بي 8 بارکھان او اسد بلوچ پی بی 43 پنجګور څخه د صوبائي اسمبلۍ غړې ټاكلې شوې وو۔ د سوګند پورته كولو دستوره كښې د بلوچستان اعلی وزير جام كمال خان ٬ صوبائي وزيران او د اسمبلۍ غړي موجود وو۔ په بلوچستان كابينه كښې تر دې دمه 12 وزيرانو سوګند پورته كړې۔ بلخوا 4 صلاكار هم د بلوچستان كابينه كښې شامل دي

مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں