ايران راروانه اونۍ د نوې جنګي الوتكې تجربه كوي

image

تھران ۔ 19 اګست (اے پی پی) د ايران دفاع وزير بریګیډئر جنرل عامر تمامی وئيلي دي چې ايران به راروانه اونۍ كښې د يوې نوې جنګي الوتكې تجربه كوي۔ دا خبره ده د ايران خبر رسنې ادارې فارس نيوز ايجنسۍ سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل مونږ د “نېشنل ډیفنس انډسټری ډے” په مهال د يوې نوې الوتكې تجربه كوو او دې لپاره تياري بشپړ شوې۔ ده ووئيل راروانه اونۍ د جېټ الوتكې تجربه او د توغندي صلاحيتونو ته لا پراختيا وركول زمونږ تر ټولو وړومبۍ ترجيح ده۔ دا خبره د يادولو وړ ده چې
ايران د اګست 22 مه نېټه د قومي دفاعي صنعت ورځې په توګه لمانځي۔

مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں