د اولس مشر ممنون حسېن په مشرۍ كښې د فېډرل ګورنمنټ وېلفئير آرټسټس فنډ د سټېئرنګ كمېټۍ 8مه غونډه

image
APP37-07 ISLAMABAD: August 07 - President Mamnoon Hussain chairing the 8th meeting of Steering Committee for Federal Government Artists Welfare Fund at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن څلورو واړو صوبو سره د تعلق لرونكو حاجت مندو هنرمندانو او اديبانو لپاره د يو كروړ روپو نه د زياتې مرستې منظوري وركړې ده۔ اولس مشر دا منظوري د فېډرل ګورنمنټ وېلفئير آرټسټس فنډ د سټېئرنګ كمېټۍ 8مه غونډه كښې وركړې كومه چې د نهې په ورځ ايوان صدر كښې وشوه۔ اولس مشر ووئيل زه د خپلې مودې د پائي غونډې مشري كوم۔ ده هيله ورلرله چې وېلفيئر فنډ به بيا لپاره هم د حاجت مندو هنرمندانو مرسته روانه ساتي۔ اولس مشر په غونډه كښې د ګډون كوٶنكو ټولو غړو او شتمندو مننه وكړه چا چې د خېر په دې كار كښې برخه اخستې او د هنرمندانو مسئلو كمولو لپاره ئې عملي مرسته كړې۔ اولس مشر ووئيل ادیبان، شاعران او هنرمندان د ټولنې د قدر وړ برخه ده څوك چې د خوږ هېواد په زړه پورې اړخونه رامخې ته كوي۔ اولس مشر ووئيل

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں