اسلام آباد03 ستمبر(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ټوكيو پيرا اولمپيكس كښې د سرو زرو مېډال ترلاسه كونكي حېدر علي ته پېرزوئنې وړاندې كړي۔د جمعې په ورځ په خپل ټوېټ كښې ده ووئيل حېدر علي زمونږ وياړ دے٬هغه په پنځم ځل 55.26 تهرو سره د سرو زرو مېډال ترلاسه كړے٬حېدر علي پيرااولمپيكس كښې ګولډ مېډل ترلاسه كونكے وړومبے پاكستانے دے۔