هېواد كښې په ځائې توګه د جوړېدونكو موبائل فونز شميره د درآمد كوونكو موبائل فونز څخه زياته شوې، عبدالرزاق داود

image

اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د وزیراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داود وئيلي دي هېواد كښې په ځائې توګه د جوړېدونكو موبائل فونز شميره د درآمد كېدونكو موبائل فونز شميرې څخه زياته شوې ۔د جمعې په ورځ په ټويټر جاري خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل په ځائې توګه د موبائل فونز جوړونكو کمپنیو په يوه غونډه كښې د ډاډ وړ دا خبره رامخې ته شوې چې هېواد كښې په ځائې توګه د جوړېدونكو موبائل فونز شميره د درآمد كوونكو موبائل فونز څخه زياته ه۔ده ووئيل جنوري نه تر جولائی 2021 په مهال 12.27 ملیونه موبائل فونز په ځائې توګه جوړ شوي دغسې په دې مهال 8.29 ملیونه موبائل فونز درآمد کړې شوي۔ وزیراعظم صلاحكار ووئيل په دې غونډه كښې وئيلي شوي په ځائې توګه د جوړو شوو موبائل فونز برآمدات هم شورو شوي۔ده ووئيل دې پیش رفت څخه د دې خبري عكاسي كيږي چې زمونږ موبائل فونز مینوفیکچرنګ پالیسی په سم پلو روانه ده

مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں