خارجه وزير شاه محمود قريشي سره په هنګري كښې د پاكستان نومول شوي سفير ډاكټر محمد اعجاز ملاقات وكړو

image

اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي سره په هنګري كښې د پاكستان نومول شوي سفير ډاكټر محمد اعجاز په خارجه وزارت كښې ملاقات وكړو۔ په دې موقع خارجه وزير ووئيل چې ستاسو ټاكنه په يو داسې وخت كښې شوې كله چې پاكستان په سفارتي محاذ ډېرو چېلنجونو سره مخ شوے۔ په دې موقع خارجه وزير د اېډيشنل سېكتر افغانستان په توګه د ډاكټر اعجاز د كاركردګې ستائنه هم وكړه۔ خارجه وزير د سفير په توګه په نومول كېدو هغه ته مباركي وركړه او د هغه كاميابې لپاره ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ نومول شوي سفير په د خارجه وزير مننه وكړه چې په ده ئې باور وكړو

مضمون کا ماخذ : لاہور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں