اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي)د پیټروليم وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك وئيلي دي د پاكستان منزل اقتصادي پرمختګ دے٬د ګرانۍ په شرح كښې كمے راروان دے٬پاكستان اقتصادي پرمختګ پلو تګ پېل كړے۔٬د پاكستان موازنه د بنګله دېش سره كوونكې د هېواد دښمنان دي ٬انتشاري ټولګے د هېواد پرمختګ نشي ليدے٬هغوي په ماضي كښې ورانے او په پي ټي وي بريد كړے٬هغوي د مئي په 9مې نېټه هم د شهيدانو د يادګارونو په بې حرمتۍ كښې ككړ پاتې شوي٬مونږ هېواد د اړي ګړي په ځاے پرمختګ پلو روان كړے كوم لپاره به چې په ګډه كار كول وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ خبري كنفرنس ته وينا كولو په مهال وكړه ۔ډاكټر مصدق ملك ووئېل د پاكستان د اقتصادي پرمختګ سفر پېل كړے شوے او د سختو پريكړو د لارې مونږ هڅه كړې چې اولس ته رېليف وركړے شي او هغه طبقې كومې چې پرمختګ نشي كولې هغې ته حكومت پام لرنه كوي ٬حكومت پرمختيائي بجټ كښې هم يوه لويه برخه هغه پسمانده سيمو لپاره اېښودې چرته چې ترقي نه كېږي٬مونږ غواړو چې هغوي حق لري كوم چې هغوي ته وركول پكار دے۔ده ووئيل په پاكستان كښې يو خاص ټولګے د اولس په ذهنونو كښې انتشار او كركه خپرول غواړي٬په پاكستان كښې ناست پاكستان د بنګله دېش جوړولو خبرې كوي٬دې ټولګې چرته هم د اولس د مسئلو خبره نه ده كړې٬ځوانانو ته د تعليم٬روزګار او د هغوي د معاشي پرمختګ كوم حل هم نه دې تجويز كړے شوے ۔ده ووئيل د پاكستان موازنه د بنګله دېش سره كول هېواد سره دښمني ده ٬د هغوي د اولس مسئلو سره هېڅ كار نشته۔ده ووئيل د فساد خبرو كوونكو څخه پوښتنه كول غواړو چې تاسو پاكستان سره څه كول غواړې او د اړي ګړي خبرو اترو د لارې څه پېغام وركول غواړې ؟ ډاكټر مصدق ملك ووئيل د پاكستان منزل اقتصادي پرمختګ دے٬د ګرانۍ په شرح كښې كمے راروان دے٬پاكستان اقتصادي پرمختګ پلو تګ پېل كړے ۔ده ووئيل مونږ وائيو چې يو پاكستان دے او د دې وژن د پاكستان اولس په خاص توګه ځوانانو او مېرمنو له اقتصادي ترقي وركول دي ٬ دوي ته چې د مخ په وړاندې تللو كومې موقعې نه دي وركړی شوې په دې خبره پكار ده ۔ده ووئيل مونږ ټول پاكستانيان يو٬مونږ ټولو له په ګډه پاكستان د پرمختګ پلو روانول دي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چې كومو خلقو په 9 مئي په هېواد كښې انتشار خپرولو هغه نن هم د ځوانانو ګمراه كولو او نااميدۍ خپرولو خبرې كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل كوم خلق جې وائي زمونږ اكثريت دے٬كه چرې هغوي سره اكثريت وي نو حكومت به يې جوړ كړے ؤ او د اولس خذمت به يې كړے ؤ خو هغوي داسې ونه كړل او اوس چې هېواد د معاشي پرمختګ پلو روان شو نو بيا هغوي د مايوسۍ خبرې شروع كړې۔