په مقبوضه جمو و کشمير كښې دې ظلمونه بند كړے شي٬ كشميريانو ته دې تسليم كړے شوے د خپلواكۍ حق وركړے شي: د اېم كيو اېم پاكستان لارښود امين الحق

image

اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) د اېم كيو اېم پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي امين الحق وئيلي دي اېم كيو اېم غوښتنه كوي چې په مقبوضه جمو و کشمير كښې دې ظلمونه بند كړې شي٬ كشميريانو ته دې تسلڅيم كړے شوے د خپلواكۍ حق وركړے شي٬ ټول قام كشميريانو سره ولاړ دے۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته ده ووئيل په كشميريانو د كېدونكې ظلم او جبر په ضد نړۍ يو موټے ده ٬ پنځم اګست د كشمير د تاريخ توره ورځ ده كله چې د كشمير خاص حېثيت بدل كړے شو، هند په کشمير كښې د آبادۍ د تناسب بدلولو خواهش لري، د مسلمانانو اكثريت په اقليت بدلول غواړي خو په جون كښې په شوو ټاكنو كښې د مودي سركار دا اېجنډا ناكامه شوې۔ ده ووئېل په کشمير كښې د ميډيا غږ غلے كولې شي٬ په سوشل ميډيا بنديز دے٬ كشميريان د انټرنېټ سهولت څخه محروم دي۔ اېم كيو اېم كشميريانو ته د خپلواكۍ حق وركولو بشپړ ملاتړ كولو سره غوښتنه كوي چې دوي ته خپل حق وركړے شي۔

مضمون کا ماخذ : loteria estadual
متعلقہ مضامین
مزید خبریں