اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم اوورسيز پاکستانيانو لپاره خاص مرستيال سيد ذوالفقار بخاري وئيلي دي د پنشن ډے لمانځلو مقصد د خواري كښو او صنعتكارو د خدماتو اعتراف كول دي٬ مزدور دوسته اجر د پنشنرز ښېګړې لپاره د قدر وړ خدمات ترسره كوي۔ د وزيراعظم اوورسيز پاکستانيانو لپاره خاص مرستيال سيد ذوالفقار بخاري دا خبرې د وړومبنۍ پنشن ډے دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل مزدور دوسته اجر د پنشنرز ښېګړې لپاره د قدر وړ خدمات ترسره كوي٬ ټولې نجي ادارې دې د لږ نه لږ اجرت فارمولې له مخې د اي او بي آئي واجبات په باقاعدګۍ سره باوري كړي۔ ده ووئيل د خواري كښو د حقونو تحفظ لپاره به تر هره حده ځو څوك چې اجر له خپله برخه نه وركوي ھغوي څخه وصولي به په هر حال باوري كولې شي