وزيراعظم عمران خان د ايران اولس مشړ حسن روحاني سره وليدل

image
APP06-24 NEW YORK: September 24 - Prime Minister Imran Khan meets President of Iran H.E. Hassan Rouhani on the sidelines of 74th UNGA Session. APP

يارك 24 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د ايران اولس مشر حسن روحاني سره د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 74مې غونډې په موقع ليدلي٬ چې پكښې دواړو ډلو په دوه اړخيزه اړيكو او په سيمه ايز پېشرفت د خيالاتو څرګندوه وكړه۔ وزيراعظم عمران خان د ملاقات په مهال ايران سره د ښه ګاٶنډيانو اړيكو ته لا وده وركولو ٬ په بېلا بېلو څانګو كښې شريكه مرسته زياتولو لپاره د پاكستان د خواهش څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم د ايران مشرانو په خاص توګه د سپريم ليډر آيت اﷲ علي خامنائي كشميري اولس لپاره د ھغوي د جائز حقونو ترلاسه كولو لپاره د واضح ملاتړ مننه وكړه۔ وزيراعظم د ايران اولس مشر سره د هند په قبضه كښې په جمو و كشمير كښې د يو اړخيزه او سيمه ايز امن او استحكام په خبر كښې د اچوٶنكو غېر قانوني اقداماتو او په اوسني صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په مقبوضه جمو و کشمير كښې د بشري حقونو په لويه كچه د خلاف ورزيو په اړه خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل چې په مقبوضه جمو و کشمير كښې نافذ كړې شوې كرفيو او د تېرو 50 ورځو راهسې په بې ګناه كشميريانو د لګولې شوې بنديزونو لرې كولو په حاجت زور رواړو۔ د ملاقات په مهال دواړو ډلو وزيراعظم عمران خان د ايران سږ كلنۍ دورې په مهال په شوې دوه اړخيزه لوظنامو د عمل درامد ګړندي كولو لپاره هم سلا وكړه۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ جیتنے کے طریقے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں