خاص مرستيال عثمان ډار د پاكستان تحريك انصاف چيف آركنائزر سېف الله خان نيازي سره ملاقات وكړو

image

اسلام آباد 20 ستمبر (اے پی پی)د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيال عثمان ډار د پاكستان تحريك انصاف په مركزي سېكرټرېټ كښې چيف آرګنائزر سېف الله خان نيازي خاص ملاقات كړی او د ځوانانو په كامياب پروګرام او د هغې د جاري كولو په اړه يې بريفنګ وركړو۔د مركزي مېډيا ډيپارټمنټ څخه جاري شوي بيان له مخې په دې موقع د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيال عثمان ډار ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان وژن او هدايات په رڼا كښې تاريخي كامياب د ځوانانو پروګرام جاري كولو تيارۍ حتمي پړاؤ كښې دې٬ 100 ارب روپۍ پروګرام د ځوانانو خېرښېګړی لپاره به كارولې شي۔ده ووئيل چې ځوانانو كامياب پروګرام اجرا دستوره به راتلونكې مياشت اسلام آباد كښې كولې شي۔وزيراعظم عمران خان به د خاص مېلما په توګه د دې تاريخي پروګرام باضابطه پرانسته كوي۔پاكستان تحريك انصاف چيف آرګنائزر سېف الله خان نيازي ووئيل چې ځوانان تحريك انصاف اثاثه او په ګوند كښې د ملا د تير حېثيت لري۔پاكستان په دې خوش قسمته هېوادونو كښې يو دې چې د كوم آبادي يوه لويه برخه په ځوانانو مشتمل ده۔سېف الله نيازي دعا وكړه چې كامياب ځوان پروګرام قامي تعمير په ايجنډا كښې ځوانانو ګډون مهمه وسيله ثابت شي

مضمون کا ماخذ : کڑک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں