دعا كوو چې پاكستان كښې جمهوريت وده ومومي٬ او ټاكلې شوي نمائندګان اولسي هيلې ترسره كړي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف

image

اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وئېلي دي چې دعا كوو چې پاكستان كښې جمهوريت وده ومومي٬ او ټاكلې شوي نمائندګان اولسي هيلې ترسره كړي٬دا ايوان د 25 كروړ اولس د هيلو عكاسي كوي۔د شورو په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د مخاخې غونډه كښې د وزيراعظم خطاب نه پس د هغه مننه ادا كولو سره سپيكر ووئيل چې دې ايوان د وزيراعظم په مشرۍ كښې په مشكل حالاتو كښې هېواد سنبهال كړی۔زه حكومتي ډلې مشر٬د كابينې غړو او اپوزېشن له مباركي وركوم چا چې په ايوان كښې بشپړه كردار ترسره كړې هم دغه د جمهوريت ښكلا ده٬دعا كوو چې پاكستان كښې جمهوريت وده ومومي او مونږ د اولس هيلې ترسره كړو

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں