وزيراعظم شهباز شريف د آئي اېم اېف منيجنګ ډائريکټر کرسټالينا جارجيوا سره وليدل٬ د پاكستان او آئي اېم اېف ترمېنځه په جاري پروګرامونو او مرسته د خيالاتو څرګندونه

image

پېرس 22 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د نړيوال مالياتي فنډ (آئي اېم اېف) منيجنګ ډائريکټر کرسټالينا جارجيوا سره ليدي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم څوك چې په پېرس كښې د “نيو ګلوبل فائنانسنګ پېکټ”مشرانو غونډه كښې ګډون لپاره د فرانس په دوره دے د آئي اېم اېف اېم ډي سره ملاقات كښې د پاكستان او آئي اېم اېف ترمېنځه په جاري پروګرامونو او مرسته د خيالاتو كړې۔ وزيراعظم د مئي په 27مه نيټه كال 2023 د ټېلي فوني تماس حواله وركولو سره منيجنګ ډائريکټر د پاکستان د معاشي صورتحال په اړه خبر كړو۔ وزيراعظم معاشي پرمختګ او استحکام لپاره د حکومتي اقداماتو خاکه وړاندې كړه۔ ده ووئيل چې ايکسټينډډ فنډ فېسيلټي (اي اېف اېف ) له مخې نهم جاج لپاره ټول پېشګي اقدامات بشپړ كړې شوې دي او د پاكستان حکومت آئي اېم اېف سره د خپلو شويو ذمه وارو ترسره كولو عزم لري۔ وزيراعظم د دې توقع څرګندونه وكړه چې آئي اېم اېف به د اي اېف اېف له مخې مختص فنډز زر تر زره جاري كړي٬ دې سره به په پاكستان كښې د معاشي استحكام او اولس ته ريليف وركولو لپاره د حكومت جاري هڅې وده وكړي۔ د آئي اېم اېف منيجنګ ډائريکټر وزيراعظم د جاج اخستو د جاري عمل پحقله د خپلې ادارې د نكته نظر نه خبر كړو۔ د وزيراعظم آفس لخوا د جاري بيان له مخې ملاقات څخه د پاكستان او آئي اېم اېف ترمېنځه د پېشرفت پحقله ګټوره موقع ترلاسه شوې۔ د ملاقات په مهال وفاقي وزيران شېري رحمان، سردار اياز صادق، مريم اورنګزېب، د خزانې وزير مملکت ډاکټرعائشه غوث پاشا، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي او په فرانس كښې د پاکستان سفير عاصم افتخار احمد هم موجود ٶ۔

مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں