اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) د پارلمان د پبلك اکاٶنټس كمېټۍ (پي اے سي) غونډه د شورو په ورځ د چيئرمېن نورعالم خان په مشرۍ كښې د پارلمان په ودانۍ كښې شوې چې په كښې د كمېټۍ غړو او اړوندو چارواكو ګډون كړے۔ په غونډه كښې د پټروليم وزارت د كال 21-2020 د آډټ اعتراضونو جاج اغستو په مهال د 42 اربه روپو د وصولۍ د چارې جاج اغستو په مهال چيئرمېن نور عالم خان ووئيل بائيكو او هېسكو د اولس پېسه خوړلې ده۔ پي اے سي ته د وزات لخوا ووئيل شول تر اوسه دغه كمپنو څخه 3.9 اربه روپۍ د ايف آئي اے د لارې اغستلې شوي او پاتې لپاره خبرې روانې دي٬ دغسې چيئرمين يوازې د 3.9 اربه روپو په وصولۍ د ناراضګۍ څرګندونه كولو سره ووئيل د يو وزير يا مهم شخصيت مخ ملازه به نه چلېږي۔ پي اے سي د روپو برآمد كولو امر كړے ٶ، د خبرو اترو نه د بائيکو او هېسکول ډائريکټرز نامې په اي سي اېل كښې د شاملولو وئيلي شوي وٶ٬ چيئرمېن امر وكړو چې داخله سېكرټري څخه دې وپوښتلے شي چې د دغه كسانو نامې په اي سي اېل كښې اچولې شوي يا نه ؟ ٬ ده امر وكړٶ چې د ايف آئي اے د ھغه ډائرېكټر نامه هم معلومه كړئ چا چې بائيكو سره خبرې كړې دي