د برېښنا ځايې او د تجديد وړ ذريعو كارولو څخه به د توان د تحفظ په اړه هېواد خود كفيل شي۔وزيراعظم شهباز شريف

image

اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي په ټول هېواد كښې د وفاقي وزارتونو او ډويژنونو ټولې سركاري ودانۍ به په شمسي توان منتقل كولو څخه درآمدي بل كمولو او ارزانه او ماحول دوسته برېښنا پېدا كولو له مرسته ترلاسه شي٬ د برېښنا ځايې او د تجديد وړ ذريعې كارولو څخه به د توان د تحفظ په معامله هېواد خود كفيل شي او عام كس ته به په لويه پېمانه رېليف وركړے شي۔د نهې په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې وزيراعظم ووئيل حكومت د سولر ائزېشن منصوبې د وړومبې قګام په توګه تر اپرېل 2023 په ټول هېواد كښې د وفاقي وزارتونو او ډويژنونو ټولې سركاري ودانۍ په شمسي توان د منتقل كولو پريكړه كړې ٬ دې انقلابي اقدام څخه به د توان درآمدي بل كمولو او ارزان او ماحول دوسته برېښنا پیدا كولو له مرسته ترلاسه شي۔وزيراعظم ووئيل وفاقي سېكرټريز سره په ملاقات كښې د سركاري ودانيو سولرائزېشن بشپړولو لپاره د فعاله قيادت په ضرورت زور راوړو۔ده ووئيل په دې اړه به د ټول عمل سپيځلتيا٬پري كواليفيكېشن او د تهرډ پارټۍ آډټ باوري كولې شي٬مونږ به د سركاري ملازمينو د محنت اعتراف كوو۔وزيراعظم ووئيل د درآمدي توان لګښت نزدې 27 بلين ډالره د كال دے او په دې انحصار غېر پائيدار دے۔

مضمون کا ماخذ : quina acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں