اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي سائبر سېکورټي ته به د قامي پولو او د قامي مفادات په دفاع كښې مركزي حېثيت ترلاسه وي ٬ سياسي استحكام، د پاليسيو تسلسل، جدت طرازي او په ټولو څانګو كښې په خاص توګه سائنس او ټېكنالوجۍ كښې تحقيق او پرمختګ٬ د آئي ټي په څانګه كښې د انساني وسائلو معيار او شمېره زياتول، په سکولونو او مدرسو كښې معياري او مناسب تعليم وركول٬ دغسې د سکولونو نه بهر 25 مېليونه كوچنيان په سكونو كښې داخلول ضروري دي، دې اقدامات سره به د هېواد په تند رفتارۍ سره پرمختګ او خوشحالي باوري كولو له مرسته ترلاسه شي۔ صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ ايوان صدر كښې د نېشنل کمانډ اتھارټۍ (اېن سي اے) افسرانو سره په خبرو كښې وكړه۔ صدر د مصنوعي ذهانت او د کوانټم کمپيوټنګ په اهميت رڼا اچولو سره ووئيل دا په هره كچه او په ټولو فورمونو خپلول پكار دے او دې ته بايد پرله پسې وده وركړې شي دغسې چې زمونږ تعليم، تحقيق او نورو اړوندو سركاري او نجي ادارو كښې په بشپړه توګه قبول كړے شي۔ د ووئيل پاكستان په بيړه په پرمختګ كونكې هېواد بدلولو سره به زمونږ هلې ځلې هم ګرندۍ شي۔ صدر مملکت ووئيل کمپيوټر سائنسز او د سائنس او ټيکنالوجۍ په نورو څانګو كښې تند رفتاره ايجادات رامخې ته كېږي، کوانټم کمپيوټر د سپر کمپيوټرز څخه په زرګونو چنده زيات طاقتور دے او د دې استعمال سره به په ټولو څانګو كښې انقلابي بدلون راشي۔ ده ووئيل په سم وخت شكړې سمې پرېكړې، معياري فيصله سازي، زمونږ د سائنسمدارو ذهانت او علم، د تربيه لرونكې او قابل انساني وسائل او په سم لوري مسلسل كوشش د هېواد پرمختګ او د سوكالۍ بنيادونه قوي ساتلو كښې مرستياله ګرځېدې شي۔ د سائبر سيکيورټي په اهميت رڼا اچولو سره صدر ووئيل په نزدې سباٶن كښې به د هر هېواد دفاع او ډيټرنس كښې سائبر سيکيورټي ته مركزيت ترلاسه وي ځكه چې د قامي ډېټا حفاظت او تحفظ، د خدمات د تعطل نه غېر وركړه، د مهمې قامي بنيادي ډهانچې حفاظت باوري كول او هېواد او اولس د سائبر جنګ خطرو څخه ساتلو لپاره د دې ضرورت وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب صدر ووئيل په ګرد هېواد كښې د 60 نه تر 70 فيصده نصاب يو ډول پكار دے ٬پاتې د سيمه ايزو ژبو ودې او تحفظ او د صوبو ترجيحات او ضرورتونو ترسره كولو لپاره لچکدار پكار دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب صدر ووئيل هره يوه ټولنه خپل طاقت د مذهبي تعليمات او اقدارو٬ د هېواد آئين او د قوانين و ضوابطو نه ترلاسه كوي۔ ده ووئيل د رياست د ټولو ستنو، پارلمان، عدليه او حکومت په هر حال كښې په ټولو وګرو يو ډول او په سپېځلي ډول د قانون درست اطلاق باوري كول پكار دے ۔ ده ووئيل كله چې د قوانين د اصل روح٬ د ارادې او مقصد له مخئ سپېځلے او په معروضي توګه اطلاق ونه شي نو دې سره په ټولنه كښې بداعتمادي او پولرائزيشن راپيدا كېږي د كوم نه چې ځان ساتل ضروري دے