زمونږ مقصد ګټه يا بېلات نه بلكې د سېنېټ په ټاكنو كښې سپېځلتيا راوستل دي، انتخابي عمل كښې سپېځلتيا لپاره حكومت د شو آف هنډز د لارې د سېنېټ الېكشن كول غواړي۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز

image

اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزیر سېنیټر شبلی فراز وئيلي دي زمونږ مقصد ګټه يا بېلات نه بلكې د سېنېټ په ټاكنو كښې سپېځلتيا راوستل دي، انتخابي عمل كښې سپېځلتيا لپاره حكومت د شو آف هنډز د لارې د سېنېټ الېكشن كول غواړي، د سېنېټ په ټاكنو كښې د ووټ خرڅولو روايت ختمول غواړو٬ سپېځلو ټاكنو سره به جمهوريت قوي شي٬ مونږ د خپلې ګټې په ځاے د هېواد مفاد تر نظر لاندې ساتلي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د نجي ټي وي په پروګرام كښې كړې۔ ده ووئيل په ماضي كښې به د سېنېټ په ټاكنو كښې ووټونه خرڅېدل او اخستې كېدل، د پاکستان تحریك انصاف عمرله دا موقف ٶ چې انتخابات سپېځلې او پاك وي، د هارس ټریډنګ مخنيوي لپاره حكومت د شو آف هېنډز د لارې د سېنېټ الېكشن كول غواري،دې سره به انتخابي عمل هم قوي شي۔ ده ووئيل سپريم كورټ ته د تګ مقصد عدالت څخه راهنمائي ترلاسه كول وو، كوم ځاے چې قانون واضح نه وي هلته د عدالت څخه رهنمائي ترلاسه كولو كښې څه باق نشته ۔ ده ووئيل د پي ډي اېم تحريك ختم شوے او د دغې بنيادي سبب دا دے چې اولس د كرپټ خلقو ملاتړ نه كوي٬ اولس پي ډي اېم مسترد كړے اوس د مخالفې ډلې لائحه دا ده چې په حكومت نتقيد او بې بنسټه تورونه لګوي۔ده ووئېل پی ډي اېم” يو پي ډي اېم ٶ” په نامه پېژندلے كېږي،د اپوزیشن اېجنډا هېڅ بنياد نه لري ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل يو ایماندار او عزم لرونكے انسان د هېواد وزيراعظم دے٬ عمران خان د پاكستان په تاريخ كښې د ټولو نه زيات فنډز رېزنګ كوٶنكے وزيراعظم دے، كله چې وزيراعظم نه ٶ ھغه وخت ئې هم زيات فنډ رېزنګ كړے ځكه چې خلق پرې باور لري

مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں