د براډ شيټ په معامله يو ځل بيا بنارسي ټګان بې نقابه شوي، دا كېس رايادوي چې څنګه د ذاتي مفادات په خاطر د هېواد د مفاد سودا شوې۔ د وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ټويټ

image

اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سنېټر شبلي فراز وئيلي دي د براډ شيټ په معامله يو ځل بيا بنارسي ټګان بې نقابه شوي، دا كېس رايادوي چې څنګه د ذاتي مفادات په خاطر د هېواد د مفادو سودا شوې۔ د شورو په ورځ خپل ټويټ كښې وفاقي وزير ووئيل قامي خزانه په بې رحمۍ سره لوټ كوٶنكو له به حساب وركول وي، كه په ماضي كښې دې كرپټ عناصر ته اېن آر او نه وه وركړې شوې نو هېواد ته به دومره زيان نه رسېدو

مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں