وفاقي وزير پير نور الحق قادري سره د ايران سفير سيد محمد علي حسېني ملاقات

image

اسلام آباد۔14جنوری(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري سره پاكستان كښې د ايران سفير سید محمد علی حسینی د مذهبي چارو وزارت كښې ملاقات كړے۔ ملاقات كښې د ايران او پاكستان په دوه اړخيزه اړيكو٬ مذهبي او كلتوري څانګو كښې په مرسته ٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه سېلګرۍ ته په وده وركولو او د دښمن قوتونو په ضد د اسلامي هېوادونو ترمينځه اتحاد او اتفاق لا مضبوطولو په شمول په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقي وزير ووئيل ايران او پاكستان په هر وخت كښې يو بل سره څنګ په څنګ ولاړ پاتي شوي۔ هغه ووئيل پاكستان كښې فرقه واريت ته د هوا وركولو او د شيعه سني فسادات رامخې ته كولو له د هڅو كوؤنكو عواملو په ضد حكومت او مذهبي طبقې په فوري توګه ګامونه پورته كړي۔ هغه ووئيل د ايران او سعودي عربستان ترمينځه د درېمګړتيا بنيادي مقصد د دښمنانو د مفادات مخنيوې كول دي۔ هغه ووئيل ايران عراق لپاره د نوې زيارت پالېسۍ په مسوده كابينه كښې غور كېږي او هيله ده چې راروانه اونۍ به منظوري وركړې شي۔ د نوې پالېسۍ مقصد پاكستانو وګړو له د ايران او عراق زيارتونو ته رسېدل آسانول دي۔ په خاص توګه د زمكې د لارې د تلونكو زائرينو خذمت لپاره د ايران مرستې ته سترګې په لار يؤ۔ په دې موقع د ايران سفير ووئيل پاكستان او ايران دا ګڼي چې دا اوسنې متنازعه فلم لېډي آف هيون د اسلامي نړۍ يو والي په ضد يو سازش دے۔ په دې لړ كښې دواړه هېوادونه يو بل سره په رابطه كښې دي او مونږ د پاكستان وزيراعظم ته د سفارتي ذريعو د لارې برطانېي حكومت سره د دې مسئلې پورته كولو وئيلي دي۔ سفیر ووئيل 35 كاله وړاندې د جنورۍ په 13 مه نېټه د ايران صدر آیت اللہ خامنه اي په تاريخي دوره پاكستان ته راغلے ؤ او لاهور كښې د هغه خطاب يو يادګار دے۔ كوم كښې چې هغه د انقلاب اسلامي مؤسس امام خمېني لخوا د دښمن قوتونو مقابلې له د شيعه او سني ترمينځه د اتحاد پېغام وركړے۔ سيد محمد علي حسېني ووئيل د صېهوني حكومت نه تسليمولو او د اسلامو فوبيا په ضد د وزيراعظم عمران خان د دريځ كلك تائيد كوؤ۔ هغه ووئيل د ایران او سعودي عربستان ترمينځه د تاؤ تريخوالي په زياتوالي د عمران خان د ثالثۍ ملاتړ كوؤ او هيله لرؤ چې سعودي حكومت به د پاكستان وزيراعظم په وړاندېز مثبت ځواب وركړي۔ هغه ووئيل د ايران او پاكستان ترمينځه د ملګرتيا او دوه اړخيزه رابطو محور اسلام دے۔

مضمون کا ماخذ : prêmios lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں