د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ټويټ

image

اسلام آباد ۔ 20 اپرېل (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي وزیراعظم عمران خان اولس د كورونا وائرس او لوږې څخه ساتلو له ګامونو پورته كوي۔ بلخوا د ن ليګ قيادت سره د اولس په ځائې د شريفې كورنۍ غم دے۔ د ګل په ورځ خپل ټويټ كښې شاهد خاقان عباسي مخاطب كولو سره دې ووئيل كومو حكمرانانو چې هېواد چلولې نشو اولس هغوي مسترد كړي ۔ دې ووئيل نن ټول اولس د كورونا په ضد جنګ كوي۔ د اپوزيشن مشر اولس سره اودرېدو له راغلے ؤ ولې نن هغه پخپله آئيسولېشن ته تللے۔ ده ووئيل قانون د ځان تابع ګرځونكي دې په دې خبره پوهه شي چې نوي پاكستان كښې ادارې آزادې او قانون تر ټولو بر لاسے دے۔ شاهد خاقان صاحب خپل قيادت ته اووايه چې د قوم امانت بېرته وركړي۔ دا د قوم د خذمت وخت دے ولې نن ستا قيادت په كورونا ځپليو د خپل جېب نه د څو ټكو مصرف كولو شوبازي هم نه كوي۔ دې زياته كړه چې لسيزو څخه مو په كوم هېواد حكومت كړے نن د هغې هېواد اولس سره د اودرېدو وخت راغلے

مضمون کا ماخذ : بونانزا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں