د خېبر پختونخوا تعلیمی ادارو كښې د سخت ساړه له امله رخصتۍ د جنورۍ تر 7مې نېټې پراخا كړې شوې

image

ہری پور۔ 31 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پختونخوا حكومت تعلیمی ادارو كښې د سخت ساړه له امله رخصتۍ د جنورۍ تر 7مې نېټې پراخا كړې۔ دې څخه وړاندې صوبائي حكومت 22 دسمبر څخه تر 31 دسمبر د رخصتيو نوټيفكېشن جاري كړې وو۔ د تفصيلاتو له مخې د خېبر پختونخوا په شمول په ګرد هېواد كښې د مخ په زياتېدونكي ساړه له امله د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان په هدايت د زده كړو سلاكار ضیاء اﷲ بنګش د ټولې صوبې په ټولو سركاري او نجي تعليمي ادارو كښې د يوې اونۍ نورو رخصتيو اضافه وكړه۔ د جنورۍ اولنې نېټې څخه تر 7 مې جنورۍ رخصتيو اطلاق به د خېبر پختونخوا د ټولو مېداني سيمو په سركاري او نجي تعليمي ادارو كېږي

مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں