برتانيې پاکستان له د 500 نرسانو كوټه وركړه٬ كوم چې يو چېلنج دے٬ دا به بشپړولې شي۔ ذوالفقار بخاري

image

اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي)د وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو سلاحكار ذوالفقار بخاري وئيلي دې برتانيې پاکستان له د 500 نرسانو كوټه وركړې ده ٬ كومه به چې بشپړول وي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اوورسيز اېمپلائمنټ په آډيټوريم كښې “نرسز لپاره برتانيه كښې د ملازمانو موقعې” په اړه سېمينار ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ ده ووئيل تېر وخت كښې فلپائن ته د نرسز كوټه وركړې شوې وه كومه چې ھغوي ترسره كړې او په خوارۍ ئې ھغه مقام ترلاسه كړې چې اوس په ټولو څانګو كښې په مهمو چوكو كار كوي۔ ده ووئيل كه پاكستان دا كوټه پوره كړه نو سباٶن كښې بې نورې موقعې په لاس راشي ۔ ده ووئيل د ټرېننګ په مهال به 18 زره پاٶنډز ترلاسه كېږي چې ورسره به نرسز د خپلې كورنۍ ژوند كښې بهتري راولي۔(ګ ل

مضمون کا ماخذ : números sorteados lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں