وزيراعظم عمران خان سره په واشنګټن كښې د نړيوال بانك صدر ډيوډ ملپاس ملاقات وكړو

image
APP18-22 WASHINGTON: July 22 - David Malpass, President of the World Bank called on Prime Minister Imran Khan at the Embassy of Pakistan. APP

واشنګټن 22 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره تېره ورځ په واشنګټن كښې د نړيوال بانك صدر ډېوډ ملپاس د پاكستان په سفارت كښې ملاقات وكړو۔ په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قريشي٬ د خزانې سلاكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ٬ د تجارت سلاكار عبدالرزاق داؤد٬ خارجه سېكتر سهېل محمود او د پاكستان سفير اسد مجيد د وزيراعظم مرسته وكړه۔ وزيراعظم د نړيوال بانك د صدر د مهمې ذمه وارې پغاړه اخستلو ډېوډ ملپاس ته مباركي وركړه۔ وزيراعظم د څو كلونو راهسې د پاكستاني معيشت په بېلا بېلو څانګو كښې د نړيوال بانك بشپړه مرسته وستائيله۔ ده ووئيل چې د حكومت محور اولس دے٬ په پرمختيائي اېجنډا كښې به روغتيا ٬ تعليم او د پاكستان په ځوانانو د سرمايه كارې اضافې ته پام كولې شي۔ وزيراعظم د نړيوال بانك په مرسته د اطمينان څرګندونه وكړه او هيله ئې څرګنده كړه چې نړيوال بانك به په روانو پروژو هم پرمختګ وكړي او باور ئې وركړو چې د ده حكومت به په دې لړ كښې د نړيوال بانك بشپړه مرسته كوي۔ ډېوډ ملپاس د وزيراعظم د پرمختيائي اېجنډې ستائنه وكړه او وې وئيل چې د نړيوال بانك د لويو پروژو حجم سره پاكستان په منطقه كښې مهم هېواد دے۔ ده هيله څرګنده كړه چې د پاكستان لخوا د آئي اېم اېف په نوي پروګرام كښې داخلېدو سره به په مېكرو اكنامك استحكام او په پاكستان كښې د غېر ملكي سرمايه كارو اعتماد بحال كول باوري كولو كښې مرسته وشي۔ ده د ځوانانو په وظيفه اي پوهه كښې اضافې او دوي ته د ماركيټ د غوښتنې له مخې د روزګار تيارولو پشمول د حكومت د سماجي پروګرامونو ستائنه هم وكړه۔ ډېوډ ملپاس وزيراعظم عمران خان ته باور وركړو نړيوال بانك د ده د اقتصادي پرمختګ په وژن عمل كولو كښې فوري مرستې ته تيار دے۔

مضمون کا ماخذ : como jogar na loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں