وزيراعظم عمران سره د سعودي عرب د نوموړي سامبا فنانشل ګروپ پلاوي وليدل

image
APP69-01 ISLAMABAD: July 01 – Chairman Board of Directors, Samba Financial Group Ammar Alkhudairy called on Prime Mister Imran Khan at PM Office. APP

اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې حکومت کاروباري طبقے او سرمايه کارو له د منافع وړ كاروبار په لړ كښې د هر ډول ممكنه آسانيو وركولو عزم لري۔ وزيراعظم عمران دا خبرې د ګل په ورځ د د سعودي عرب د نوموړي سامبا فنانشل ګروپ پلاوي سره كړې چا چې د ګل په ورځ د چيئرمېن عمار الخضيري په مشرۍ كښې وزيراعظم آٓفس كښې ملاقات كړې٬ په پلاوي كښې د سامبا بانك چيئرمېن ډاکټر شجاعت او شاهد ستار شامل وو۔ په دې موقع د خزانې سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ، د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داوَد، خاص مرستيال نديم بابر، خاص مرستيال سيد ذوالفقار بخاري هم موجود ٶ۔ د سامبا فنانشل ګروپ چيئرمېن لخوا پاكستان كښې د سامما ګروپ كاروباري هلو ځلو ته په لا پراختيا وركولو كښې د خوښۍ څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم د هېواد معيشت استحكام په خاص توګه د كاروباري طبقے آسانيو لپاره د پورته كړې شويو اقداماتو نه پلاوي خبر كړو۔ د سامبا فنانشل ګروپ چيئرمېن ووئيل د پاکستان او سعودي عرب روڼه او نزدې اړيكو له د دواړو هېوادونو د اولس په ګټه كښې په قوي معاشي اړيكو كښې بدلولو ته اړتيا ده٬ پاکستان كښې د سرمايه کاري موقعو او د حكومت كاروبار موافق پاليسو په سوب د سعودي سرمايه كار ژوره خوښي لري ۔ د وزيرِ اعظم لخوا د سامبا فنانشل ګروپ په پاکستان كښې په سرمايه کارۍ كښې د دلچسپۍ هركلے وكړو۔

مضمون کا ماخذ : فروٹ شاپ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں