د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن د هند ورځپاڼې’’هندوستان ټائمز‘‘ سره مركه

image

اسلام آباد 10 اپریل (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن وئيلي دي د هند په ټول ټاكنو كښې چې كوم هم ګوند په اقتدار كښی راشي هغوي سره به پاکستان خپلې خبرې مخ په وړاندې بوځي، پاکستان به د کرتار پور راهداری فعالولو له هر ډول هڅې كوي۔ د شورو پھ ورځ وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن د هند ورځپاڼې ’’هندوستان ټائمز‘‘ سره مركه كښې ووئيل د هند د ټاكنو پړاؤ بشپړيدو نه پس پاکستان د هند سره خبرو اترو له چمتو دے، ده ووئېل په هند كښې د ټول ټاكنو نه پس چې كوم هم ګوند په اقتدار كښې راشي هغوي سره به پاکستان خپلې خبرې مخ پھ وړاندې بوځي۔ده ووئيل د پلوامه بريد نه پس رامخې ته شوې تاؤ ترېښوالې د سيمې په ګته نه دے،پاکستان به د کرتار پور راهدارۍ فعالولو له خپلې هر ډول هڅې كوي۔ده ووئيل پاکستان د هند برعکس جنګی ماحول كښې د ذمه وارۍ څرګندونه کړې، پاکستان د خیر سګالۍ جذبې ترمخه د هند پائلوټ خوشې كړې۔ چوهدری فواد حسېن ووئيل د پاکستان حکومت سيمه كښې امن غواړي او په دې اړه عملی اقدامات هم كوي

مضمون کا ماخذ : پاکستان کی لاٹری کی تاریخ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں