د وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار د خېبرپښتونخوا د خزانې وزير تيمور جهګړا سره ملاقات كښې خبرې

image

اسلام آباد 28 جنوری (اے پی پی) د وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئېلي دي وفاقي حكومت د خېبرپښتونخوا د كم پرمختلليو سيمو پرمختګ لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي٬د خېبرپښتونخوا سوئېلي ضلعې٬سوئېلي پنجاب٬د سندھ كلي والو سيمې او بلوچستان د هېواد نورو پرمختلليو سيمو سره برابرولو لپاره به ټولې وسيلې كارولې شي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د خېبرپښتونخوا د خزانې وزير تيمور جهګړا سره د ملاقات پھ مهال وكړی۔په ملاقات كښې د خېبرپښتونخوا په پرمختيائي پروژو او د سباؤن په حكمت عملۍ خبرې وشوې۔وفاقي وزير ووئيل د كال 20-2019 بجټ به د وفاقي او صوبائي حكومتونو د شريكې حكمت عملۍ څرګندونه وي۔وفاقي حكومت د برابرۍ په كچه د سيمه ايز پرمختګ پلان وضعه كوي۔ده ووئيل وفاقي حكومت د خېبرپښتونخوا د پاتې سيمو پرمختګ لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي۔ده ووئيل د مربوط پلان له مخې به په خېبرپښتونخوا كښې د متوسطو ښارونو پرمختګ لپاره د اوبه خور ٬سيورېج٬هاؤسنګ او نورو څانګو پروژې پېل كولې شي۔په خېبرپښتونخوا كښې لويې لارې اپ ګرېډ كولې شي او بېلا بېلې سيمې به موټروېز سره تړلې شي۔صوبائي وزير تيمور جهګړا د صوبې په رغونه او پرمختګ كښې د وفاقي حكومت د كردار ستائنه وكړه۔ده ووئيل وفاق سره په ګډه به د صوبې پرمختګ باوري كولې شي

مضمون کا ماخذ : نمبروں دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں