د پرمختګ راز او د اولس له بې وزلۍ ويستلو تر ټولو غوره تږلاره معياري تعليم او د روغتيا آسانۍ وركولو كښې ده۔ طالبعلمان او پوهنتونونه دې د مصنوعي ذهانت ترلاسه كولو پلو پام وكړي۔ د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د بلتستان پوهنتون زده كوؤنكو پلاوي سره خبرې

image

اسلام آباد ۔ 10 جنوری (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د هېواد د پرمختګ راز معياري تعليم او د روغتيا آسانۍ وركولو كښې دې او هم دا د اولس له بې وزلۍ ويستلو تر ټولو غوره تږلاره هم ده۔ دا خبره ده د بلتستان پوهنتون طالبعلمانو يو پلاوي سره تېره ورځ ملاقات كښې وكړه۔ اولس مشر ووئيل پوهنتونونه دې زده كوؤنكي د نوې رامخې ته كېدونكو موقعو څخه د ګټه پورته كولو جوګه كړي۔ ده ووئيل مصنوعی ذهانت د وخت تر ټولو مهمه غوښتنه ده۔ طالبعلمان او پوهنتونونه بايد ددې ترلاسه كولو پلو پام وكړي۔ ده ووئيل په كراچۍ كښې مصنوعي ذهانت لپاره د صدارتي اقدام اجراﺀ شوې ده۔ دا به ډېر زر په نورو ښارونو كښې هم پېل كولې شي۔ ده ووئيل د راتلونكو 5 كلونو په مهال ددې څانګې برآمدات څو چنده زياتېدې شي۔

مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں