ټول ګورنران دې داسې ټولو بنديوانو لپاره فنډ جوړ كړي چا چې خپله د سزا موده تر سره كړې خو د جرمانې نه لرلو پھ سبب زندانونو كښې پراته دي

image
APP61-13 ISLAMABAD: November 13 – President Dr. Arif Alvi presiding over the Governors’ Conference at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 13 نومبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوی ټولو ګورنرانو ته داسې ټولو بنديوانو لپاره د فنډ جوړولو سپارښتنه كړې ده په چا چې جرمانې د يو لكه څخه كمې دي او كومو چې د سزا موده بشپړه كړې خو د جرمانې نه وركولو پھ سبب زندانونو كښې پراته دي۔ اولس مشر ټولو ګورنرانو ته پھ دې لړ كښې د ټولو بنديوانو ډيټا جمع كولو سپارښتنه كړې دغسې چې دا عمل په لا موثره ډول پيل او بشپړ كړې شي۔ اولس مشر دا خبره د نهې په ورځ د ګورنرانو کنفرنس مشرۍ كولو سره وكړه۔ په دې موقع څلور واړه صوبائی ګورنران او د ګلګت بلتستان ګورنر هم موجود ؤ۔ اولس مشر ټولو بنديوانو له د څښلو پاكو اوبو وركولو ذمه واري پورته كولو سره په زندانونو كښې د بنديوانو او پولیس اهلکارو د هیپاټائټس تشخیص لپاره د لیبارټری او د سندھ په ډول ټول هېواد كښې د سیټزن پولیس لیژان کمېټي جوړولو سپارښټنه هم وكړه۔ اولس مشر په ګورنرانو زور راوړو چې د اوبو ، بهبودآبادی، صحت ، او ابتدائی، ثانوی او اعلیٰ تعلیم څانګو په اړه مسئلو حل له ښه کردار ترسره كړئ۔ اولس مشر ووئيل ټول ګورنران دې خپلو اړوندو صوبو كښې د اړوندو وزارتونو سره په ګډه د وزیراعظم پاکستان کلین اینډ ګرین پاکستان عملي كولو له اقدامات وكړي۔ د غونډې په مهال د خېبر پښتونخوا ګورنر د ماحول تحفظ لپاره د زیتون کروندې تجویز وړاندې كړو۔ اولس مشر حاجتمندو له سمدستي انصاف باورې كولو له د عدلیې سره د مرستې په لړ كښې د هائیکورټس چیف جسټس صاحبانو سره د نزدې رابطې لرلو سپارښتنه وكړه۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر د کنفرنس ګډون كوونكو ته ووئيل د فاټا انضمام په لړ كښې 95 فیصده كار بشپړ شوې او په پاتې 5 فیصده كار په تندۍ سره روان دې۔ د ګلګت بلتستان ګورنراولس مشر څخه ګلګت بلتستان كښې د ميرمنو لپاره د پوهنتون جوړولو د مرستې خواست وكړو چې اولس مشر هغه له د بشپړه مرستې باور وركړو

مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado
متعلقہ مضامین
مزید خبریں