د راتلونكو 24 ساعتونو په مهال به د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم ګرم او مرطوب وي

image

اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي﴾ د موسمياتو محكمې وئيلي دي چې د راتلونكو 24 ساعتونو په مهال به د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم ګرم او مرطوب وي خو د هېواد په بره سيمو كښې د باران امكان دے۔ د موسمياتو محكمې راپور له مخې ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ به د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم ګرم او مرطوب وي خو په مالاكنډ٬ هزاره٬ پېښور٬ پېنډې٬ ګوجرانواله ډويژن او اسلام آباد سره په مردان٬ كوهاټ٬ بنو٬ ډي آئي خان٬ لاهور٬ سرګودها ډويژن٬ ګلګت بلتستان او كشمير كښې په ځينې سيمو د باران ورېدو امكان دے۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری نمبر کا انتخاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں