د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه په سركاري دوره پولينډ ته رسېدلې

image

پینډۍ 20 جون (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه په سركاري دوره پولينډ ته رسېدلې دې۔جنرل قمر جاوېد باجوه په پولينډ كښې د دفاع وزير او نائب وزيرانو٬چيف آف جنرل سټاف٬د پولينډ د آرمي كمانډر او د زمكيز فورسز كمانډر سره جلا جلا ملاقاتونه كړي چې پكښې د شريكې خوښې په چارو٬په دوه اړخيزه مرستې زياتولو٬جيو ستراتېژېك ماحول او سيمه ايزې سلامتيا په چارو غور شوې۔د آئي اېس پي آر له مخې د پولينډ پوځي مشرتابه د سيمه ايزې سلامتيا او استحكام لپاره د پاكستانيانو قربانۍ اعتراف كولو سره په پوځي تربيتي څانګه كښې مرستې لپاره د تجرباتو تبادلې له خوښي څرګنده كړې۔د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د پوليس آرمامنټ ګروپ هم دوره وكړه۔جنرل قمر جاوېد باجوه په پولينډ كښې جنرل كمانډ آف دي پولش آرمډ فورسز ته ورسېدو نو د پولينډ يو چټك ډلې هغه ته سلامي وكړه

مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں