سياسي ګوندونو له قامي او صوبائي اسمبلو كښې نيغ په نيغه په چوكو پنځه فيصده ټكټ مېرمنو كانديدانو له وركول لازم وي

image

اسلام آباد 06 جون (اے پي پي)د انتخابي قانون 2017 ترمخه ټول ټاكنو 2018 كښې برخه اخستونكو سياسي ګوندونو له قامي او صوبائي اسمبلو كښې نيغ په نيغه پنځه فېصده ټكټونه مېرمنو كانديدانو له وركول لازم وي۔په قامي اسمبلۍ كښې په 272 چوكو كښې به 13 ټكټونه مېرمنو له وركول وي۔د الېكشن كمېشن ذريعو له مخې د انتخابي قانون 2017 كښې نيغ په نيغه په چوكو 5 فيصده ټكټې به مېرمنو له وركول لازمي وي۔پھ دې لړ كښې پاكستان پيپلز ګوند سره د سندھ څخه نيغ په نيغه ټاكنو كښې برخه اخستونكو مېرمنو شمېره تر ټولو زياته ده چې پكښې فريال تالپور٬عذرا افضل٬شازيه مري٬نفيسه شاه او فهمېده مرزا تېرو ټاكنو 2013 كښې نيغ په نيغه قامي اسمبلۍ ته راغلې وې ٬۔د مسلم ليګ(ن)د اړخه 2013 ټول ټاكنو كښې سائره افضل تارړ٬غلام بي بي بهروانه٬شذره منصب علي خان كهرل(ضمني ټاكنو كښې)نيغ په نيغه په چوكو راغلې وې۔په دغې غلام بي بي بهروانه تحريك انصاف كښې شامله شوې ده ۔تهمينه دولتانه هم د مسلم ليګ(ن)كانديد وه خو هغه كامياب نشوه اوس ټول ټاكنو لپاره لازمي ده چې 13 ټكټونه نيغ په نيغه مېرمنو له وركولی شي

مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado
متعلقہ مضامین
مزید خبریں